د امریکا پرمختیایی ادارې یو اس اې آی دي پرون د فبروری په لسمه د افغانستان دپاره د مرستندویو گڼو پروگرامونو یوی مجموعې څخه پرده پورته کړه چې ارزښت یی دری سوو ملیون دالرو ته رسی او د پنځو کلونو په موده کې به په گڼ شمیر ډگرونو کی پلی شی تر څو د هغه هیواد څخه د نړیوالو او امریکایی ځواکونو تر وتلو وروسته اقتصآدی ثبات او پرمختگ ته لاره پرانستل شی. په همدی تړاو د نوی امریکا په نوم بنیاد د یو اس اې آی دی د ادارې څخه د افغانستان او پاکستان سره د مرستندویو پروگرامونو د څانگی د مشر لری سامپلر په گډون یوه غونډه تر تیب کړې وه چې پکې په دوه زره څوارلسم کې چې د افغانستان دپاره د څو مهمو مسلو د لیږد کال دی، او تر هغې وړاندی، په افغانستان کې د امریکا د پرمختیایی پروژو د موخو په تړاو خبرې وشوی. لری سامپلر وایی د امریکا پرمختیایی اداره د تقلب ستونزی ته پاملرنه ساتي چې له کبله یی زیاتی پروژی هم تړل شویدي خو زیاته یی کړه چې دا اداره به د افغانستان سره خپلو مرستو ته همداسی دوام ورکړی.
Ещё видео!