په مصر کې د هغو ۴۰ کسانو جنازې کېږي چې پرون پر دوو کلیساوو بریدونو کې ووژل شول. په الکسانډریا او تنتا ښارونو کې له پېښې وروسته اوس درې ورځنی ماتم اعلان شوی دی.
دې بریدونو ته په ځواب کې ولسمشر عبد الفتاح السيسي درې میاشتنی بېړنی حالت اعلان کړ. په دې موده کې چارواکي کولی شي بې امره خلک ونیسي او کورونه تلاشي کړي.
Ещё видео!