د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ولسمشر د دفتر د ریاست له ادرسه لویې څارنوالۍ ته د ټاکنییزو شکایتونو د کمیسیون معرفي کول غیری قانوني ګڼلي او دا کار یې له حقوقي مسائلو ناخبري ګڼلې ده.د ولایتي شوراګانو ځینو معترضو کاندیدانو تېره اوونۍ رسنیو ته داسې لیک ښودلی، چې پکې د ولسمشر د دفتر د ریاست له خوا د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون لویې څارنوالۍ ته د ټاکنو په سر د عدليي تعقیب لپاره معرفي شوی دی او لویې څارنوالۍ هم ددغه کار لپاره کمېټه ټاکلې وه.
خو د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون مشر عبدالستار سعادت خبریالانو ته وویل دا کار غیر قانوني او تر یوه حده پورې سیاسي دی او لويې څارنوالۍ باید په خپله ددې غیری قانوني کار مخه نېولې وای.
Ещё видео!