یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، بین الافغاني خبرې ښايي د سپټمبر په میاشت کې پیل شي. پخوا باور دا و چې د ٤٠٠ طالب زندانيانو له خلاصون درې ورځې وروسته به دا خبرې کېږي. ظاهرا د بندیانو په خلاصون کې هم ځنډ ځکه راغلی چې ځینو هېوادونو له افغان حکومته د هغو طالب بندیانو د نه ازادولو غوښتنه وکړه چې د دوی په وینا په قتلونو کې لاس لري. په همدې ترڅ کې نن په کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ادعا کړې چې طالبان د بین الافغاني خبرو پیل ته چمتو نه دي. دوى وايي د سولې خبرو پیل لپاره یې ډېری شمېر طالب بندیان ازاد کړي خو دغې ډلې تر دې دمه د حکومت اسیران نه دي ازاد کړي. افغان حکومت وایي اوس یې وخت را رسېدلی چې طالبان سولې ته خپله ژمنتیا وښيي او له خپلو نړیوالو ملګرو غواړي چې پر طالبانو فشار راوړي چې دغه ډله له تاوتریخوالي لاس واخلي او خبرو ته کیني. د بي بي سي ازاده جرګه په دې بحث لري چې د افغانانو تر خپل منځي خبرو وړاندې کومې نا حل پوښتنې پاتې دي. مهم ټکي یې د دغې جرګې د وړاندې کوونکې شازیې حیا په دې راپور کې.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos:
Youtube: [ Ссылка ]
Like us on Facebook: [ Ссылка ]
Follow us on Twitter: [ Ссылка ]
Instagram: [ Ссылка ]
Ещё видео!