نن د کوچني اختر لومړی ورځ ده.
خو یو شمېر افغانان وايي، سږکال یې اختر بې خونده دی او د پخوا په څیر شور په کې نشته.
دوي د سږني کوچني اختر بې خوندي، د افغانانو اقتصادي ستونزې او فقر یاد وي. ځینې نور بیا وايي د ټولنیزو رسنیو دودیدلو هم اختر بې خونده کړئ خلک د مخامخ ناستو ولاړو پر ځای یو بل ته د مبارکۍ انلاین پیغامونه استوي.
همدارنګه یو شمیر کوژده شوی جوړې وايي، د اختري وړلو له دود سره چې د افغانانو یو پخوانی کلتور دی مخالف نه دي خو د زیاتو لګښتونو او اسراف مخه باید ونیول شي.
بلخوا بیا په افغانستان کې د رسینو یو شمیر کارکوونکی وايی، د تیرو کلونو په څیر دې اختر کې د اختر ځانکړې خپرونې نه لري.
د افغانستان سربیره هغو هیوادونو ته به هم ورشو چې نن په کې اختر لمانځل کیږي.
دا ټول مطالب درته د ازادي راډیو ننۍ ماښامنۍ خبري مجله کې لرو
د ماښام له شپږو تر شپږ نیمو پر راډیو سربیره پر فیسبوک او یویټوب کې هم درسره یوو.
اختر مو بختور
Ещё видео!