د افغانستان پلازمېنې کابل د عيدګاه جومات دروازې ته څېرمه چاودنه شوې چې ويل کېږي درنه مرګژوبله يې هم اړولې ده. طالب چارواکو بي بي سي ته ويلي په پېښه کې اته تنه وژل شوي او شاوخوا شل تنه نور ټپيان دي خو وايي دا لومړني معلومات دي او ښایي د مرګژوبلې شمېر کې بدلون راشي. د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند قاري سعيد خوستي بي بي سي ته وويل د پېښې په شک یې درې کسان نيولي دي. دا چاودنه داسې مهال شوې چې په همدې جومات کې د طالبانو د وياند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبيح الله مجاهد د مور فاتحه اخيستل کېده. له هغه راهيسې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي دا په کابل کې ترټولو خونړۍ پېښه ده.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
0:00 د بي بي سي پښتو ټلويزيون نړۍ دا وخت
1:37 د طالب ویاند مور فاتحه کې برید افغانان وژلي
2:31 مالیې وزارت مامورینو ته یوازې د اسد میاشتې معاش ورکوي
12:15 ښه او بد طالبان څوک دي؟
15:18 د سیمې او نړۍ لنډ خبرونه
17:46 تکزاس ماشوم زیانولو قانون پر ضد د امریکایۍ ښځو مظاهرې
21:01 د برازیل ځنګل وهل پر انسان ګواښونکی اغېز لري
24:49 د سپورت له ډګره لنډ خبرونه
Subscribe for more videos: [ Ссылка ]
Youtube: [ Ссылка ]
Like us on Facebook: [ Ссылка ]
Follow us on Twitter: [ Ссылка ]
Instagram: [ Ссылка ]
Ещё видео!