د کندوز والي له سفر وروسته بېرته کندوز ته راستون شو
د کندوز والي عبدالجبار نعیمي نن یکشنبې له پلازمینې کابل څخه کندوز ته راستون شو.
ښاغلي نعیمي په دې سفر کې د بېلابیلو وزارتونو له رهبرۍ سره ولیدل او همدا شان يي د کندوز د خلکو مهمې غوښتنې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.
دغه راز، پلازمینې ته د کندوز والي ښاغلي نعیمي د سفر په لړ کې تېره اونۍ د ځمکو او ښار جوړونې سرپرست وزیر، په ملي شورا کې د کندوز د خلکو وکیلانو، قومي مخورو او سوداګرو په ګډون د يوې غونډې په ترڅ کې د کندوز ولایت لپاره د 3 زره واحده د استوګنې ښارګوټي پلان سربېره د کندوز پراختيا ستراتيژيک پلان منظور او لاسلیک شول.
د یادونې وړده چې د کندوز ولایت مشرتابه د تېرو اتلسو میاشتې راهیسې د استراتیژيک پلان منظورۍ او لاسلیک لپاره خورا هلې ځلې وکړې خو د خوښۍ ځای دی چې اوس دا پلان منظور او د نورو چارو دتعقیب لپاره يې له یاد وزارت څخه غوښتنه وشوه.
۱۳۹۸-۱۰-۸
د کندوز ولایت مقام د رسنیو او اړیکو دفتر
/////////////////////
والی کندز پس از یک سفر، صبح امروز دوباره وارد کندز شد!
عبدالجبار نعیمی والی کندز، درین سفر با رهبری وزارتخانهها به منظور بهبود وضعیت کندز، مشکلات مردم و پیشنهادات باشندگان این ولایت، دیدار و ملاقات کرده است.
با این حال والی کندز در سفرش، در حالیکه وکلای مردم کندز در مجلس نمایندگان، تعداد از تاجران و برخی از بزرگان قومی حضور داشتند، با سرپرست وزیر شهرسازی و اراضى ملاقات نموده دو پروژه با اهمیت چون" شهرک ۳ هزار واحد مسکونی و پلان استراژیک و انکشاف شهری را نیز منظور، امضا و بدست آورده اند.
قابل ذکر است که رهبری ولایت کندز در ۱۸ ماه کاری خود، روی طرح و تعقیب پلان انکشافی و استراژیک این ولایت در سطح محل و مرکز تلاشهای زیادی کرده است، در نتیجه منظوری آنرا بدست آورده جهت تطبیق به وزارتهای مربوطه محول شده است که به جدیت تقیب میشود.
۱۳۹۸-۱۰-۸
د فتر مطبوعات مقام ولایت کندز
Ещё видео!