د غونډۍ په لمن کې د شمس یوه مېږه د ماین چاودنه کې ووژل شوه او شمس هم ورسره خوا کې بېهوښه پرېوت.
سمندر هغه کور ته ورساوه. لعلباز او غوټۍ ګومان وکړ، چې شمس به هم وژل شوی وي خو؛ سمندر ډاډ ورکړ، چې هغه ژوندی دی.
فتح خان له خپلې نږور(نرګس) څخه وغوښتل، چې د شپې ډوډۍ ورته تیاره کړي، ځکه چې هغه یوې میلمستیا ته بلل شوی دی.
نرګس ترې وپوښتل، چې ولې په ميلمستیا کې ډوډۍ نه خوري. فتح خان ته غوسه ورغله او ورته يې وويل، چې بې ځایه پوښتنې دې نه کوي او ژردې ډوډۍ تیاره کړي.
له بلې خوا، سمندر، له غفار څخه د لور د زېږېدلو شیریني وغوښتله.
غفار ورته وویل، چې د لور د زېږېدلو په خوښۍ کې څوک شیریني نه ویشي.
تفصیل ددې اوونۍ د نوي کور، نوي ژوند په ډرامه کې اورېدلی شئ:
[ Ссылка ]
Ещё видео!