د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د نسکوریدو او واک ته د طالبانو د رسیدو نیږدې اته میاشتې په تیریدو دي خو لا هم د سیمې د هیوادونو په شمول د نړۍ هیڅ هیواد طالبان په رسمیت نه دي پیژندلي چې له کبله یې نه یوازې سیاسي بلکې اقتصادي بې ثباتې هم رامنځ ته شوې ده. طالبانو بیا د اختر په ورځو کې پر نړیوالې ټولنې د رسمیت پیژندلو غږ یو ځل بیا تازه کړ او وايي چې آن ځینو هیوادونو یې استازي هم منلي دي. دا چې د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندل له کومو خنډونو سره مخامخ ده او آیا د ځینو هیوادونو له لوري د طالبانو د استازو منل کیدل د دوی د رسمیت پیژندلو په معنی دی. دا او نورې اړونده پوښتنې به د پخلاینې د جمعې ورځې په خپرونه کې له خپلو میلمنو سره مطرح کړو.
د پخلاینې د دې خپرونې میلمانه مو په چیک جمهوریت کې د افغانستان پخوانی سفیر او همدا راز د طالبانو د ادارې د نړیوالو ستراتیژیکو د مطالعاتو د مرکز مشر عاطف مختار دي.
خپرونه د جمعې په ورځ د آلمان په وخت د ماسپښین پر ۳:۴۵ چې د افغانستان ۶:۱۵ بجې کیږي، د دویچه ویله پر پښتو فيسبوک پاڼه او یوټیوب چینل خپریږي.
تاسې هم کولی شئ خپلې پوښتنې او نظریات د تبصرو په برخه کې له موږ سره شریک کړئ.
آیا نړۍ به طالبان په رسمیت وپیژني؟
Теги
DWDeutsche Welleافغانستاندویچه ویلهآلمان غږدویچه ویله پښتوپښتوپختوپشتوسولهبهیرطالبانطرحهسرپرسته کابینهرسنۍنړیوال مشروعیتګاونډي هیوادونهد طالبانو لیکېنړیوالاساسي قانوند محکمو پریکړېقاضیاناوکراینروسیهیرغلکیفجګړهلوهانسکدونیڅکتیلګازاقتصادد اوکراین جګړه او پر افغانستان یې اغیزافغان محصلینافغان مهاجرAfghanistanTalibanUkraineRussia