افغانستان کې شمېرې ښيي چې سږنی کال د غنمو حاصلات د تېر پرتله ښه وو. د دغه هېواد شمېرو او معلوماتو اداره، اېنسيا، وايي سږنی لمريز کال د غنمو حاصلات له ۴،۸ ميليون مټريک ټنو اوښتي، چې د تېر کال پرتله ۱۰ سلنه زياتوالی ښيي. دغه اداره وايي افغانستان کې له ۱۲ ميليون هکتارو پر زياتې مځکې غنم کرل شوي وو. د غنمو حاصلاتو کې دا زیاتوالی، تر ډېره د هوا له غوره حالاتو سره تړلی بلل شوی، په تېره بيا د موسمي اورښتونو رول په کې مهم بلل شوی دی. د ملګرو ملتونو خوړو نړيوال پروګرام هم وايي د غنمو تخم وېشلو پروژه يې د افغانستان ۳۲ ولايتونو کې پلې کړې، او ۲۸۰ زره کورنيو ته یې د غنمو کرنې کڅوړې برابرې کړې وې.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
0:00 بي بي سي نړۍ دا وخت
0:08 د سر خبر
0:25 افغانستان کې د غنمو حاصلاتو پرېماني
1:28 د غزني او ننګرهار کروندګرو خبرې
3:58 د کرنې يوه کارپوه خبرې
7:14 روزګان کې د يوه ګاډي اوښتې مرګژوبله
7:44 منځنی ختيځ کې د اوربند هلې ځلې
11:07 کېنيا کې د نارينه وو رواني روغتيا ساتلو هڅه
13:16 د افغانستان اسيا کرېکټ اتلولي
16:05 هنري شېبې، اوونيزه خپرونه
Subscribe for more videos: [ Ссылка ]
Youtube: [ Ссылка ]
Like us on Facebook: [ Ссылка ]
Follow us on Twitter: [ Ссылка ]
Instagram: [ Ссылка ]
Ещё видео!