هلمند کې امنیتي چارواکي وايي د دغه ولایت مرکز لښکرګاه نیولو لپاره یې د وسله والو طالبانو پلان شنډ کړی او په ځوابي برید کې ۱۷۰ وسله وال وژلي دي. راپورونه وايي د هلمند ځینو سیمو ته پرون ناوخته تازه دمي سرتېري رسېدلي او چارواکي وايي اوس چاڼیز عملیات روان دي. طالبانو پرون د لښکرګاه څلورمه سيمه باباجي نیولې وه. لښکرګاه کې د جګړې له امله زرګونو کورنۍ بې ځایه شوې او ځینې سیمو کې د لوټ تالان خبرونه هم ورکړل شو دي. طالبان بیا دوی ته اوښتې مرګژوبله او هم یې له لوري ټولګټو ودانيو ته زیان رسولو خبره ردوي. دا قطر کې د ټول افغان خبرو لپاره د هلو ځلو له پيلو تر ټولو سخته جګړه بلل شوې ده.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos:
Youtube: [ Ссылка ]
Like us on Facebook: [ Ссылка ]
Follow us on Twitter: [ Ссылка ]
Instagram: [ Ссылка ]
Ещё видео!