ازادي راډیو نننۍ ماښامنۍ خبري مجله پر فیسبوک او یوټیوب سربیره په لنډو څپو ۱۲۹۶ کې هم په ژوندۍ بڼه خپریږي. په کې د ورځې د ګڼو مهمو خبرونو او راپورونو سربېره اورئ چې :
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په افغانستان کې د ښځو پر زدهکړې او کار د بندیزونو په غبرګون کې پر طالبانو د ویزې نوي بندیزونه اعلان کړل.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق، په دغه سازمان کې د پاکستان د دايمي استازې د وروستيو څرګندونو په غبرګون ویلي، پر ښځو د طالبانو بنديزونه د افغانانو کلتور نه، بلکې د طالبانوکلتور دى.
د ښځو د حقونو افغانه فعاله محبوبه سراج د ۲۰۲۳ کال د سولې د نوبل جایزې ته نومانده شوې ده.
دا خبري مجله نن د کابل په وخت د ماښام له شپږ بجو تر شپږ نیمو بجو پورې په راډیو، فیسبوک او یوټیوب خپریږي.
Ещё видео!