د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر، یوناما وايې، د دوي پلټنو ښودلې چې په هلمند کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په وروستیو عملیاتو او د طالبانو په ځانمرګي برید کې ۲۵ ولسي افغانان وژل شوي دي. یوناما وايي چې په دغو پېښو کې یو شمېر نور خلک ژوبل شوي هم دي، چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي. په هلمند ولایت کې د اوپراتیفي عملیاتو قوماندان ، او د ولسي جرګې غړی عبدالجبار قهرمان ویلي چې په سنګین ولسوالۍ کې د بمباریو له امله د یوې کورنۍ ۱۳ او د بلې کورنۍ ۹ غړي وژل شوي دي. په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو یو ویاند هم د خپلو پلټنو د پیل کیدو خبر وکړی دی.
د آشنا تلویزیون د یوتیوب د چینل یوځاې شئ او د ورځنیو مهمو خبري پیښو تر څنگ په سلگونو نورې په زړه پورې او د نندارې وړ کلتوري ورزشي ویدیوگانې وگورئ.
د آشنا تلویزیون خبرونه د ویبسایت، فیسبوک، تویتر او انستگرام له لارې هم لیدلای شئ:
VOA Afghanistan Ashna TV in Dari brings you top news from Afghanistan and around the world, and US features and interviews
Facebook: [ Ссылка ]
Twitter: [ Ссылка ]
Instagram: [ Ссылка ]
Ещё видео!