د دې ویډیو په اړه / در مورد این ویدیو:
غزني کې سیمهییز مسوولین وایي چې تېره شپه د دغه ولایت د مرکز او اندړو ولسوالۍ مربوطاتو کې د کابل - کندهار پر لویه لار د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله ۴۴ کسان مړه او ۷۶ نور ټپیان شوي دي.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا حمیدالله نثار پژواک خبري اژانس ته وویل چې یادې پېښې د غزني د مرکز اړوند شهبازخان بازار او د اندړو ولسوالۍ په ناني سیمه کې د کابل ــ کندهار پر لویه لار شوې دي.
Ещё видео!