پښتون ژغورنې غورځنګ يې د خپل مشر منظور پښتون د نيولو پر وړاندې سر له سبا پاکستان او نوره نړۍ کې د احتجاجونو اعلان کړی دی. د ښاغلي پښتين د نيولو پر وړاندې پراخ غبرګونونه ښوول شوي، د بښنې نړيوالې ټولنې يې د نيولو دا عمل غندلی، او د سملاسي خوشي کولو غوښتنه یې کړې ده. منظور پښتون بېګا شپه د پېښور له تکاله پوليسو نيولی دی. پوليسو ويلي ښاغلی پښتون یې د ډېره اسماعيل خان پوليسو د غوښتنې له مخې نيولی، او بيا به يې هغوی ته ورسپاري.
Ещё видео!