د ملګرو ملتونو ځانګړو راپور ورکونکوو له پاکستانه غوښتي چې په ډله ییز ډول د افغانانو ایستلو پلان د ودروي. دغو راپور ورکونکو په یوه خبر پاڼه کې له پاکستانه غوښتنه کړې چې باید په سمدستي ډول د ۱.۴ملیونه افغان وګړو بیرته خپل هیواد ته د شړلو پلانونه لغوه کړي. په همدې حال کې د متحده ایالاتو ځینو پخوانیو لوړ پوړو چارواکو او د متحده ایالاتو د بیا میشتیدنې ټولنو یوې ډلې په یو لیک کې له پاکستان څخه غوښتنه کړې، چې هغه افغانان چې په دغه هیواد کې د امریکا متحده ایالاتو ویزو ته په تمه دي له دغه امره معاف کړي. د پاکستان حکومت چې له لسیزو راهیسې یې د میلیونونو افغانانو کوربه توب کړی، په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې ټول بې اسناد بهرني اتباع باید د نومبر تر لومړۍ نېټې له دغه هېواده ووځي کنه په زور به خپلو اصلي هېوادونو ته وشړل شي.
د امریکاغږ پښتو یوټیوب چینل سره یوځای شئ او د ورځنیو مهمو خبرونو تر څنگ د افغانستان او نړۍ له گوټ گوټ څخه ځانگړي ویدیویي راپورونه وگورئ. د امریکا غږ پښتو ویبپاڼې، فیسبوک، ټویټر او انستگرام کې هم په لاندې لینکونو له مونږ سره مل شئ.
Subscribe to VOA Pashto’s YouTube channel for daily news, feature reports, interviews and many more on Afghanistan and the world. You can also follow us on Facebook, Twitter and Instagram with the following addresses.
Facebook: [ Ссылка ]
Twitter: [ Ссылка ]
Instagram: [ Ссылка ]
Ещё видео!