په کابل کې د ديني عالمانو درې ورځنۍ غونډه چې په یوه ۱۱ مادیز پریکړه لیک پای ته ورسیده، پکښې له نړیوالو سازمانو او اسلامي هیوادونو غوښتنه وشوه چې د طالبانو نظام په رسمیت وپیژني.
د دغې غونډې پر وړاندې غبرګونه ډېر او سبمولیکه ګڼل کیده .
آیا واقعا په دغې غونډه کې د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب موجود و؟
آیا تر ډیره پر هغو مسایلو پکښې بحث وشو چې د افغانستان خلکو یې له طالبانو غوښتنه کوله ؟
دا جمعه د پخلاېنې په خپرونه کې پر همدې موضوع بحث کوو.
میلمانه مو د دفاع وزارت پخوانی لومړی مرستیال او سرپرست شاه محمود میاخیل او د کابل پوهنتون استاد قاضي نجیب الله جامع دي.
خپرونه د جمعې په ورځ د آلمان پر وخت د ماسپښین پر ۳:۴۵ چې د افغانستان ۶:۱۵ بجې کیږي، د دویچه ویله پر پښتو فيسبوک پاڼه او یوټیوب چینل خپریږي.
تاسې هم کولی شئ خپلې پوښتنې او نظرونه د تبصرو په برخه کې زموږ سره شریک کړئ.
Ещё видео!