شاعر: عبدالغني خان
سندرغاړی: سردار علي ټکر
ـــــــــ
په ژړا ژړا مې عمر په سجدو لمونځونو تېر کړ
نتيجه يې بس مرګي، يو تور لحد را نه چاپېر کړ
په ژړا ژړا مې عمر ...
د قسمت او د تقدير دې څه قانون لاره ګودر شته؟
د ځوانۍ اور ته مې ولې، بيا وې وسوزېدې ولې
لاس او پښې مې دي تړلې او وې شابه ګډ شه ګډ شه
هر انسان دې دې اتڼ ته زنځيرونو کې بللی
د موسکو سترګو جانانه، لږ د پښو مې کړه دا پړی
بيا مستي د خاورې ګوره او ټوپونه د ادم
کله شرنګ د حوا خوا کې، کله زير او کله بم
د تقدير کړۍ کړه سسته بيا زما ګډا ته ګوره
ستا د عرش په منارو کې لېونۍ خندا ته ګوره
په ژړا ژړا مې عمر ...
چې زه مست شم په هوا شم، اور شم، تندر شم، رڼا شم
چې يو ساز مست او سرشار شم، نور شم، پړک شم، په ځلا شم
روشان تود د مرګي سيوری، برندې سترګې تکې تورې
يو نظر راته راوړی، يو نظر کې ورک تالا شم
رڼا، نور، مستي لاهو شي، موټی خاوره د صحرا شم
اې زما د زړه د نور، د وينا او د خيال ربه
د ځوانۍ د سرو رنګونو، د مستۍ او جلال ربه
اې چې زه جوړ تش د خاورې، بس د خاورې ومه سيال
ولې تا راکړه سازونه او ګلونه او جمال
په ژړا ژړا مې عمر ...
دا انصاف دې، موټی خاوره دخپل تخت پايو له يوسې
بيا يې درز ځمکې له راولې، هر سينګار ښايست ترې يوسې
د ليلا نه ښايست واخلې، ځوان بوډا کړې، بوډا خاورې
نور ډېر ښه دې راروان دي، د ملا هغه چې واورې
مستي، خېشت، کمال مې واخلې، خپل يو تور وېښته پرې نږدې
زه دې لوټ تالا کړم دلته، ته به تله کې دې څه ږدې
د ګلاب په شان ځواني دې راله خاورې کړه تبا کړه
تر هغې به مې نچوړې چې هر رنګ مې واويلا کړه
دا لږ ژوند پوټی احساس دی ځي مرګي له غلی غلی
چې آخر به رانه جوړ کړې يو ټوپکی شان د خځلې
حساب، ستا به څه حساب وي، جناب وسپړه روکړ دې
لوټ تالا برباد دې زه کړم خو کمزوری دله پړ دې
Ещё видео!