امريکا کې ټاکل شوي ولسمشر ډونلد ټرمپ د بايډن پر تلونکې ادارې نيوکې کړې، چې ګنې د امريکا له هغو ميليارډو ډالرو يې ځينې د طالبانو منګولو ته رسي، چې افغانستان سره مرستو لپاره ورکول کېږي. ښاغلي ټرمپ ويل دې کار ته بايد اجازه ورنه کړل شي. د امريکا ځواکونه د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې له افغانستانه ووتل، او طالبانو ورسره دغه هېواد کې پر واګو ولکه وکړه، خو دا ډله لا هم د امريکا له خوا د ترهګرۍ ځانګړي ډول غوره شوي نوملړ کې ده، او بنديزونو سره مخامخ دي. خو د امريکا پيسې دغه هېواد ته ورماتې دي، او هغو پروګرامونو کې لګېږي چې امريکا یې مالي ملاتړ کوي، چې ترڅ کې يې لا غوره روغتياپالنه، ناوريني حالتونو کې لاسنيوی، د پوهنې او زده کړو او هم کرنيزو لارو چارو کې مرستې وړاندې کېږي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
0:00 بي بي سي نړۍ دا وخت
0:07 د سر خبر
0:22 افغانستان سره پر مالي مرستو د ډونلډ ټرمپ نيوکې
1:15 ډونلډ ټرمپ څه ويلي، او موږ پر څه پوهېږو؟
3:28 د طالبانو غبرګون
4:23 افغانستان سره د مرستو او په اړه يې د ټرمپ څرګندونو شننه
14:14 امريکا کې ځنګليز اورونه
17:57 جرمنی کې د امريکا دفاع وزير کتنې
18:36 روغتيا، اوونيزه خپرونه
Subscribe for more videos: [ Ссылка ]
Youtube: [ Ссылка ]
Like us on Facebook: [ Ссылка ]
Follow us on Twitter: [ Ссылка ]
Instagram: [ Ссылка ]
Ещё видео!